یو فقیر مسکین سړی د تازه میوی ( فروټ فروش) دوکان ته ودرید او دوکاندار ته یی وویل
د الله (ج ) په نامه یو څه راکړه
دوکاندر دی مسکین فقیر سړی ته په ځیر ـ ځیر سره وکتل او بیا یی ورته یو وروست خراب ( ګنده ) آم ورکړ
دغه فقیر مسکین سړی آم واخیست او د لږ وخت لپاره په یو عمیق فکر کی ډوب شو - بیا یی د جیب نه ۲۰ شل روپئ را وویستی او دوکاندار ته یی وویل چی د ۲۰ شل روپیو آم راکړه
دوکاندار ورته دوه ۲ دانی بهترین آمونه په یوه پلاستیکی خلطه کی ورکړل
دغه مسکین فقیر په یوه لاس کی هغه خراب ګنده آم ونیو
او په بل لاس کی یی هغه د آمونو پلاستیک ونیو - او د آسمان په طرف یی وکتل او وی ویل
آی الله (ج) وګوره -- تاته یی څه درکړل - او ما ته یی څه راکړل
زموږ د ګران پیغمبر(ص) مبارک ارشاد دی
په تاسو کی تر هغه وخته پوری کامل مسلمان نه دی ترڅو چی هغه د خپلی خوښی شی د الله (ج) په لاره کی قربان نکړی
لږ فکر وکړئ - آیا موږ د الله په (ج) په نامه خپل بهترین شیان ورکوو ؟
0 comments:
Speak up your mind
Tell us what you're thinking... !