د پښتنو لنډ تاريخ - Haqyaar-Zahed
Headlines News :
کورپاڼه » » د پښتنو لنډ تاريخ

د پښتنو لنډ تاريخ

لیکونکي حقیاراوزاهدافغان : Thursday, 11 April 2013 | 22:09


اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي. افغانه د يرميا زوي او د ساول نمسي وۀ. ساول د عيسي عليه السلام نه پنځه د پاس زر کال (1005) وړنبي د حضرت سليمان عليه السلام سالار وۀ. دوئي وائي چه د عيسي عليه السلام نه شپږ سوه کال وړنبي ځمونږ پلار نيکۀ د کنعان نه ايران ته راغلل او دې ځاې نه رو رو د هرات د نمرخاتۀ طرف ته د غور په غرونو کښ آباد شول. دلته به ورته خلقو بني افغان يا بني اسرائيل ويل. د حضرت سليمان عليه السلام د زمانې نه يو نيم زر کال پس ځونږ پېغمبر حضرت محمد مصطفي صلعم په عربو کښ ښکاره شۀ او د نبوت اعلان ئي وکړ. د نبوت په نهم کال د عربو يو سردار خالد بن وليد اسلام لاوړ. دې سردار د غور پښتنو ته يوه چيټئي ولېږله او د پيغمبر آخر زمان صلعم زيرې ئې ورباند وکړ. د چيټئي رسيدو سره د غور پښتنو د مشرانو يوه ډله تحقيق د پاره عربو ته ولېږله. د دغې ډلې د سردار نوم قيس وۀ. دلته چه راورسيدل نو ټول د حضرت خالد بن وليد په وينا باندې مسلمانان شول. دا قيس نوم سردار چې د پښتنو د ډلې مشر وۀ، د ساول په اوۀ ديرشمه (37) پوړئي کښ نمسې وۀ. دۀ ته خالد بابا خپله لور ورکړه. پيغمبر صلعم دې پښتنو ته دعا وکړه او قيس نه ئي عبراني نامه لرې کړه او اسلامي نوم عبدالرشيد ئې پر کيښود. دوئي چه څه وخت راروانېدل نو په ډير عزت ئي رارخصت کړل. او د پښنتو قام ته ئې د ((فتان)) خطاب ورکړ، چه بيا وروسته د خلقو په خولې کښيوت او د دې ملک ژبه هم لواړه وه نو د ((فتان)) نه ((پټان)) جوړ شو. فتان په اسيريا ژبه کښ سګاونړ ته وائي يعني لکه څنګه چه بيړئي په سنګاونړ چلېږي، دغه سې به دا پټان قام د اسلام بېړئي وچلوي


پټان عبدالرشيد چه د خپلو ملګرو سره خپل وطن غور ته راغې نو په يو څو کال کښ قريب قريب ټول خلق مسلمانان شول. چه په کښ ډير وليان، زبرګان او د مرتبو خاوندان وختل. د دۀ د دې بي بي يعني د خالد بابا د لور نه درې زامن وشول. د مشر نوم سربون او د مينځني بيټان او د دريم غرغشت وۀ. وائي چه د دې قيس يا عبدالرشيد بابا د دې دريو زامنو د اولاد نه څلور سوه قامونه يعني خيلونه جوړ شوي دي. د پيښور نه تر قندهار پورې پښتانه يعني دراني، ترين، شيراني، او کهيتران د سربون د دوه زامنو اولاد دي. يوسف زي، محمد زي، مهمند، او داؤدزي وغيره د بيټان اولاد دي. غلزي، لودهي، او سوري هم د بيټان د لور د طرف نه اولاد دي. د قيس د دريم زوي يعني غرغشت درې زامن وؤ او کاکړ، وزير، شيتک، توري، خټک او اپريدي وغيره د دغې دريو اولاد دي.


دا چه ما څه وليکل په ځان د پښتنو د خيال ټکي دي. يعني هغوئي دغه سې وائي او دا ئې خيال دې. ليکن ډاکټر بيلوز او نور مورخان ليکي چه د اسلام نه پخوا د سرحدي صوبې او د ګير چاپير علاقې پښتانه قامونه د يو پکټيان نوم آريه قوم اولاد دي چه د بدها په دين ؤو او ژبه ئې ((پکتو)) وه. د دوئي څلور شاخونه دي، اپريټي (افريدي)، سترګېدي (خټک)، داديکي (دادي) او ګندهاري (قندهاري) چه په سپين غرۀ کښ، سليمان غره کښ، د اباسيند په کندو کښ، او د کابل د سيند قطب ډډي ته، د پيښور په کنده، او د دې نه د قطب اړخ په غرونو کښ آباد ؤو.


مشهور تاريخ ليکونکښې هيروډوټس ليکلي دي چې د عيسي عليه السلام نه درې سوه اوۀ کال وړنبې چه سلطا سکندرپههندوستان باندې حمله وکړه نو دلته هم دا پکټيان نوم قام موجود وۀ.


د عيسي عليه السلام په اتمه صدي کښ دې اصلي پښتنو د عربو د خليفګانو جنډې لاندې د دين ښورولو په جوش کښ غور اوقندهار طرف ته کوچ وکړ او دلته ئې د بود مزهب ګندهاري قام سره مقابله وشوه. پښتانه ډير لږ ؤو نو د هغوئي ئې څه ونۀ کړې شول او پخپله ئې هم د هغو ژبه يعني پښتو راواخسته. او د هغو نه ئې ودونه کوژدنې وکړې او آخر ئې هغوئي ټول په اسلام مشرف کړل. په دې شان د پښتنو اصلي قام چه په کښ د يهوديانو، ايرانيانو او د عربو وينه هم ګډه شوي وه، د ګندهاري قام سره ګډګا ډيره شوه. يوسف زي، مهمند، ګيګياني، ترکلانړي، داؤدزي، خليل، محمد زي، او شنواري وغيره هم د دې ګندهاريانو اولاد دي.


د عيسي عليه السلام په لسمه صدې کښ يعني 1000ء کښ سبکتګين په هندوستان حمله وکړه. او دا وړنبي ځل وه چه د پکټيان قام په علاقو کښ د ترکي نسل قامونه هغه ځان سره راوستل.


د سبکتګين نه پس د ده زوئ محمود غزنوي اپريدي، په اسلام مشرف کړل. هغه ځان سره يو غلزي نوم ترکي نسل راوست چه ډير جنګيالي قام وۀ. هغو جلال آباد او قلات غلزي فتح کړل او نمرخاته غر پريواتۀ ته ښواړۀ شول. محمود غزنوي ځان سره يو بل کوهستاني قام هم راوستې وۀ. چه هغو ته رهيلي وائي. دا قام په هغه ټولو علاقو کښ ښور شۀ چه کومې فتح شوي وي. د اوده په ضلع کښ روهېلکنډ نوم ښهر هم د ده په نامه باندې نومړي دې.


په 1200ء کښ د غور د پښتنو لاس ته بيا بادشاهي راغله او هغوئي په هندوستان حمله وکړه او د پکټيان ټول پاتې شوي قامونه ئې مسلمانان کړل. او هغو سره ئې ودونه کوژدني وکړۀ راکړۀ وکړل. په دې شان سره ټول پټان قام مسلمان شۀ. او بيا د پښتون قام په ډيره مړانه سره په هندوستان وروخوت. او په دنيا کښ ئې د اسلام جنډه اوچته کړه او ځان ئې د خپل پيغمبر صلعم د خطاب (پټان) اهل ثابت کړ او د هغه په مبارکه ګفته باندې ئې د تصديق مهر ولګاوۀ.د سرحد او د غيرو علاقو پښتانۀ د هر چا اولاد چې وي، ليکن کوم خدمتونه چه دوئ د پيغمبر صلعم د دين ښورولو کښ کړې دې، هغه لکه د نمر ښکاره دې. او تر قيامت به په دنيا کښ يادېږي. د دې دروند قام هر يو سړې که په خپلو قومي خدمتونو باندې هر څومره غاوره شي، نو په ځائ دې. او چې د کوم قام د مشرانو د خدمت او د همت دایې روايتونه وي، نو هغه هيچرې نه شي ورکېدئ.


يه پښتون ستا په مور د لا رحمت شي چه داسې زوئ ئې راوړي دي.


اسلام په راستې وۀ پر روان شوي.


اسلام غريب وۀ تا ئې غريبه ورځ قبوله کړه.


اسلام بې آسرې وۀ تا ئې ملګرتيا وکړه.


ظالمانو په تا ظلم وکړ تا سونړ ونه کړ.


غټو غټو مغرورو او متکبرانو ته ستا سر ټيټ نۀ شۀ، او آخر دې د توري نه تير کړلجرګه


د ١٧٤٧ زيرديز کال د اکتوبر مياشت وه چې د افغان د بيلابيلو قومونو مشران دخپل مشر دټاکلو لپاره په شيرسرخ بابا زيارت کښې راټول شوى وو چې ددې موخې لپاره به هره ورځ دسحر نه ترماښامه دغه جرګه روانه وه چې هريو په دې فکر اوسوچ کښې ؤ چې بايد داسې يوکس ددې هيواد مشروټاکل شى. ترڅو د هيواد د عزت او لوړتيا ابرو او قومى جوړښت دساتنې اهليت ولرى. په دې اړه ټول قوم ديوسختې ازمائنې څخه تيريده او ټول مشران دجرګې ديوداسې سترې او مهمې ستونزې سره مخ وو چې کلونه کلونه ددوى ترمينځه ديوسوال په ډول ولاړ وو. دجرګې اتمه ورځ وه ددې جرګې دليدلو اواوريدلو لپاره دنورو خلقو په ډله کښې ديوښکلى قدوقامت څښتن هم ګډون درلوده چې د جرګې ټول کړه وړه په پوره پاملرنې او د ارزښمتنې ستونزې په ډول ليده او اوريده چې په دې مهال يوستر ولى الله شيخ صابرشاه راښکاره شو. چې دهغه په ښى لاس کښې دغنمو يووږے ؤ چې د راتلوسره ئې دغه وږے دنوموړى ځوان احمدخان په پګړۍ کښې وټومبه او خلقوته مخاطب شو. وې وئيل (( له نن څخه وروسته نوموړى ځوان ستاسو مشر اوباچا دے)) خلقو چې داخبره واوريده نوپه جرګه چوپتيا خوره شوه مګربياټولو لاسونه اوچت کړل اووې وئيل چې شکر دے چې پريکړه وشوهد ځوان احمدخان څخه بغير کوم يو ددې څوکۍ وړ وؤ اوټولو يوبل ته مبارک شه مبارک شه وئيل او د زړۀ له تله يې خوشحالى ښکاره کړه اودهغه ځوان احمدخان څخه احمدشان يعنى باچا جوړشو چې دهغه وروسته په تاريخ کښې په احمدشاه ابدالى اواحمدشاه درانى په نومونو شهرت لرى چې هغه ته د پانى پت فاتح خطاب هم کيږىدلته زما په دې واقعه باندې په دومره تفصيل سره خبره کولونه اصلى مقصد دپښتنو دپخوانى دور جرګه اهميت، طاقت اود قانون ښکاره کول وو چې نوموړى قوم دتاريخ په اوږدو کښې دهرستونزې دپيښيدو لپاره يوبهترينه لارټاکلې ده چې دکوڅو اوکورنيو دوړو وړو جګړونه نيولې دکلى اوقبيلى تر لويو اوسختوستونزو پورې په دې نيکه طريقه دحل کولو لار جرګه جوړه وى خو حجره او جرګه دواړه دپښتنو په اجتماعى ژوند، ادب اوکلتور رسم ورواج کښې لازم او ملزوم دى او ددواړو کردار مثبت دے همدالامل دى چې نن چرته دغه دواړه يوځائې شتون ولرى نوهلته دبد کاريو وژنو، غلا، شوکو، او ترهه ګريو پيښې دهغه ځايونو به پرتله کم وى چې چرته حجره او جرګه کم وى اويابلکل نه وى. د تاريخى څيړنو په حواله دجرګې دور د 2000 کالوڅخه زيات عمر لرى چې په په پښتنوکښې دلوئې جرګې دور دبودا مت په زمانه کښې هغه وخت پيل شو چې کشعانى باچا وغوښتل چې دبودا په مذهب کښې څه اصلاحاتو دراوستو دپاره دمشرانو څخه يو جرګه جوړه کړه چې پکښې پينځه سوه تنو ګډون درلودو


دنننى افغانستان دخپلواکۍ اوشتون لامل هم لويه جرګه ده چې افغانان ئې پوره وړى اواحسان مند دى چې بيلګه ئې داحمدشاه ابدالى ټاکنه ده له هغې وروسته په ١٧٩٣ داحمدشاه ابدالى زوئى تيمورشاه دخپل پايتخت دانتقال لپاره دقندهار څخه کابل ته جرګه کينوله په ١٩١٦ کال کښې دامير حبيب الله په مهال دلمړى نړيوال جنګ کښې دافغانستان نه ګډون پريکړه هم جرګې وکړه همداراز په ١٩٢٢ کال کښې دغازى امان الله خان دحکومت په مهال لمړى قانون هم جرګې منظور کړوپه کم عمر کښې په وادۀ بنديز اوپه ښځو باندې دسړيو دپردى دنه کولو پريکړه په ١٩٢٨ چې په لغمان کښې راټوله شوې وه ) جرګې وکړه مګر په ١٩٣١ کښې نادر شاه خان لويه جرګه راوبلله چې په دې جرګه کښې ئې دغازى امان الله خان زياتره پريکړې منسوخې اعلان اوهم ئې غازى امان الله خان ديوخاين په نوم يادکړو. داسې نورې بيلګې هم شته چې دجرګې دوو په پښتنوکښې (دافغانانو په شمول) يواوږد تاريخ لرى اوټول ددې دمعنى او مفهوم څخه په ښه ډول خبر دىدپاکستان پښتانۀ په درې ځايونو کښې ويشل شوى دې چې په نوى دور کښې ددريو برخو (سرحد، بلوچستان، اوقبائيلى سيمې ) خلقو کښې دجرګې پخوانۍ لاره ورځ په ورځه بدليږى . چې ددې ستر او بنسټيز لاس په دې دريوبرخوکښې بيلابيل حکومتى شکل دے په ځانګړى ډول په قبائيلى سيموکښې چې دفاټا په نوم ياديږى هلته يوعدالتى نظام رائج دے .چې دادپاکستان دعدالتى نظام نه ديومخه بيل ډول عدالتى نظام دے چې دايف سى ار ( فرنټئير کرائمز ريکوليشن) په نامه مسلط شوے دے چې قبائيل اوسيدونکى دايوظالمانه اويواړخيزه نظام بولى اوهمداراز زمونږ دملک نور عدالتونه دبشرى حقوقو نړيوالې اوسيمه ايزه ډلې هم دايف سى ار قانون ته دغير انسانى نظام نوم ورکړ ےدے دويلونه مې اصل موخه داده چې دلته ديو هيواد پښتانۀ دبيل بيل قانون دسيورى لاندې ژوند کوى . چې ددې قانون ډير تاثير په جرګه باندې پريوتې دى چې نن زياتره دهيواد په ټولو محکموکښې رشوت او سپارښتنو خپل خپل کرامت اوهعجرې ښودلى دى او همداراز نن په ځينو سيموکښې جرګه مار په باقاعده ډول دخپل فيس غوښتنه کوى چې په ز ياتره سيموداسې پيښې ليدل شوى دى چې د دوو بيلا بيلو ډلو ترمينځه دمچلغې روپۍ ( هغه روپۍ چې دفريقينو نه دضمانت په ډول ئې په مينځ کښې کيښودل ترڅو دجرګې دپريکړه وروسته دهرې هغې خواڅخه چې دجرګې پريکړه نه منى دتاوان په ډول اخستل کيږى ) دجرګې دمشرانو لخوا په خپل منځ کښې تاله ترغه شوى . چې دنن اوپرون جرګې اوجرګه مارسره توپير لرى معنى چې پرونى جرګه مار ( سپين ږيرى) به داسې کسان وو چې نه يوازې به په خپل کلى بلکې په ټوله خواوشا سيمه کښې به دهغه دشرافت او ايماندارۍ ا ريښتينوالۍ، سپين وئيلو او منضفۍ نوم خور وو اوله دې سره سره به دسپين ږيرو دجرګې موخه اومقصد يوازې او يوازې دلوئى خدائې رضاسره خپل کلى او اولس ،قوم اوقبيلې دجنګ نفرت او ډله بازى اورنه لرې ساتل وو چې په خلقو کښې يووالى اتفاق او ورولى د دوى مقصد وو اوبسمګر نن زمونږ جرګې دژوند دنورو اړخونو په څير هم دمياشت تابع شوى دى چې له انتخاباتو کښې لمړى خلق په خپلو کښې سره جنګ جګړې کوى او وروسته بيادجرګو په ذريعه يوبل سره پخلا کوى دايونوې دووټ دحاصلولو لپاره دغه لويه سرته رسيږى چې اوس خلق داحال وګورى نو درحمان بابا غوندې نور خلق هم دپخوانيو خلقو ارمان کوى او وائى



خدايه څه شول هغه ښکلى ښکلى خلق
په ظاهره په باطن سپين سپيڅلى خلق


ځکه چې نن سبا دزياتره جرګه ماره او جرګه کوونکو اړيکې يادکومې سياسى ډلې ټپلې سره وى اويائې دبدکاره ،بدمعاش ډلې سره وى چې بيا له داسې خلقو نه زمونږ عوام څه چې زياتره لويان هم ويره خورى چې که ددې خبره ونه منل شى کيدے شى دوى ته کوم ستر مالى اوياځانى تاوان وروانه ړوى همدا لامل دى چې په زياتره جرګو کښې مونږ ته جرايم پيشه خلق په نظر راځى اوداسې کسانو زيات عزت اواحترام هم کيږى چې دچاپه لاس کښې کلاشنکوف اوپه څهره کښې دبدمعاشۍ رنګ ځليږى چې داخلق زياتره جرګې اوپريکړې دګټلو په نيت په ټيکه اخلى چې وائى به په څوورځوکښې دننه دننه نوموړى جرګه ده په ګټه داڅرخوى مګر دويم اړخ په جرګه کښې داسې خلق ليدل کيږى چې دهغوى هدف محض دخدائى رضاحاصلول وى اوپه دې لاره دخلقو پريکړې کول وى چې په هغه کښې دهغه نه کومه سياسى اويانه کومه مادى ګټه نغښتى وى بلکې يوازې داغواړى چې خپل مظلو اولس ئې دبې ځايه کړاو اوبدبختيو نه خلاصون ومومى اود بې ځايه کړاوپه ځائې زياتره ستونزې په کورکښې دننه حل شى ځکه چې په جرګې کښې دهرې ستونزې لپاره يو وړلاره پرته وى ترڅوزمونږ ستونزې زمونږ له کورنه بيرون ونه وځى او خبره دمحکمې اووکيل تر دروازې ونه رسيږى . داچې زمونږ په هرکلى ،هرښارکښې جرګه ديو اسمبلۍ حيثيت لرى اوهمداراز د زده کړې اوپوهه يوپوهنتون هم دے چې په دې کښې نه دچا رشوت چليږى اونه دچا سپارښتنه او نه دبدبه په جرګه کښې ټول هغه کسان حق لرى چې کښينى چې دجرګې په ټولوقوانينو اولارو چارو باندې پوره پوهه وى اوپه خپل ځائې باندې دخبرې کولو په سليقه اواداب اګاه وى


زياتره جرګې په زيارتونو، دلويو خانانو په حجرو، کښې سرته رسيږى مګر دجرګې دناستې تاريخ ځائې دکلى څخه دباندې خلاص اولوئى ميدان وى چې دلته دجرګې ټول مشران ديوې ګردې په ډول سره کښينى چې په لاس کښې ئې وړې وړې ګټکۍ زيرمه جوړه کړى وى اوپه خپل مخ کښې ددې ګټکيو نه يومنار جوړوى که چرته جرګه ناکام شى نو بيادغه څلى ورانوى اوکه جرګه بريالى شى نودغه څلى همداسې پريږدى چې دڅلې ورانول په دې ورځ دجرګې دناکامۍ اودڅلې پريښودل دجرګې دبرياليتوب معنى ورکوى


او همداراز ديوکردۍ په ډول دټولو سپين ږيرو ناسته دمعنى ورکوى چې د يوبل ته په عزت اواحترام قابل دى اوهيڅ يو ته بل باندې کوم وړتيا نشته اونه دنسب قوم له مخې په يوبل باندې برترى لرى بلکې ټول سره يوبرابر دى چې هريوته دخپلې خبرې اومشورې دښکاره کولو پوره حق اواختيار دے چې خپله خبره په يوځانګړى سليقه اوتګلاره دجرګې ګډون کوونکو سره شريکه کړى ځکه چې په جرګه باندې ديوځانګړى کس ياډلې واک اوتسلط نشته چې يوازې هريوته دوئيلو اوپريکړې کولوحق حاصل دے اوبس دبل څۀ حق ورته نشته ( اودبل چا دخبرې سره به په خپل زور اوبې منطقه مخالفت هم نه کوى اونه به خپله خبره په بل باندې په زور تحميل او منى بلکې هرڅه به د دلائيلو اوقناعت په نسبت ترسره کيږى اوديوبل دلائيلو او خبروته به غوږ نيسى)


نه په دې پورته دلائيلو جرګه دپښتنو دجمهوريت يوستره نښه ده چې په دې کښې زياتره کسان خپلې خبرې په پوره مهارت ،متلونو راوړلو اوتکلونو سره داسې پيل کوى چې دټولې جرګې مخ خپل ځان خواته راګرځوى چې داسې اشخاص په جرګو ترټولو پوهه او هوښيار کسان بلل کيږى.دجرګې پريکړه سمه اوتولوته دمنظور وړوى ددې هيڅ امکان نشته چې څوک دجرګې دپريکړې نه مخ وګرځوى اوياپکښې چون چراوکړى دجرګې دنه منلو اوياپه هغې داعتراض خوهيڅ سوال نه پيدا کيږى اونه څوک دغه پريکړه بل ځائې ته وړلے شى دهرځائې ،هرکورنۍ، قبيلې او قوم دستونزو مکمل دبهترين حل ښه کړنلاره جرګه ده په دې شرط چې په جرګه کښې ګډ مشران دخپلو ذاتى ګټو ،فشار، خودغرضى خپل پرورۍ خپلې خوښې اوناخوښې نه ځان وساتى اويوازې دخدائې رضا اودخلقو دخدمت دجذبې اواخلاص لاندې جرګه سرته ورسوى .بايد مونږ ددې زيات پرمختګ لپاره کوشش وکړو اونړۍ ته داوښايو چې مونږد يوداسې دودڅښتنان يواوله مونږسره يوداسې دور اواسمبلۍ موجوده ده چې دکوم په واسطه مونږ دنورو خلق دهغه ړانده قوانينو نه چې دخلقو وينې څښى ساتلى شودپښتنو په ژوند کښې دپخوا راسې حجره او جرګه ديواسمبلۍ او محکمې حيثيت لرلوعمده لامل دلارې چې دجرګې هره پريکړه په انصاف ولاړه وى اودادپښتنو لپاره ديوقانون حيثيت لرى اوکه څوک دجرګې دپريکړونه سرغړاوى وکړى نو هغه ته ملامت وائى . چې دپړکلمه دهغه لپاره ديوپيغور نوم دے چې ديوپښتون لخوا بل ته استعماليږى همداراز يوبل ستر دور ننواتې دے چې دجرګې ضمنى شکل دے چې په خپل کارملامتيا ياپښيمانتيا ښودل دى چې داهم دپښتنو يو پخوانے دود دے چې ننواتې هم په خپل ځان کښې يومنل شوے قانون دے چې دننواتې په واسطه سترې سترې ګناهګانې اوتيروتنې لکه وژنه اوغلاوى هم بخښل کيږى چې دننواتې ورتلو په مهال دځان سره پسر اويا اوزګوړى وړى کله چې دمخالف خواڅخه ننواتې ومنل شوې نوبياهمدا پسه يااوزګوړى هلته حلالوى اوپه يوځائې ئې سره په يودسترخوان خورى (چې دابيرته دسره د دوستۍ دپيل په معنى دى يعنى پښتانۀ خپل دسترخوان ته په ډير دروند نظر ګورى اوهغه چاسره په يودسترخوان کښينى چې په زړۀ کښې ورته څه نه لرى)اوکه چرته ښځينه طبقه چاته په ننواتې ځى نو هغه په خپل سرباندې قران کريم ور وړى چې په پښتو لنډيوکښې ددې يادونه شوې يوپښتنه پيغله په خپله يوه لنډۍ کښې وائى



سرمې سرتور قران په لاس کښې
دمـــــرور يار ننواتې لــــــه ورځمه


همداراز دوژنې په موضوع اوياډير کمزورۍ له مخې په ننواتې کوچنې ماشوم دمقابل اړخ په پښو ورغورځوى که چرته کوم څوک دچاننواتې ته ورشى اوهغه ئې ننواتې ونه منى نوهغه کبر اوکس ته کبرجن وئيل کيږى چې داهم دافغانانو دکلتور اوقانون نه سرغړاوى دے همداراز تيږه ايښودل هم دافغانانو يوستر دور اوقانون دے چې د دوه مخالف ډلو ترمينځه دسلحى اوجنګ بندې اودامن يوستره نخښه ده تيږه هغه وخت ايښودل کيږى چې ددوو ښکيلو خواو ترمينځه خبره زور واخلى اودمرګ تر بريده ورسيږى نوپه دې وخت کښې دجرګې مشران اوسپين ږيرى ددې جنګ اوفساد دمخ نيوى لپاره د دواړو ډلوترمينځه تيږه ږدى اوددې دتيږو دماتولو لپاره يوستره او درنه ناغه ږدى چې ناغه هم دافغانانو يوستر دور دے چې ترڅو يودې ددې دواړو ډلونه څوک دتيږى دماتولو کوشش ونه کړى که څوک تيږه ماته کړى يائى سرغړاوى وکړى نوبياترې نه سپين ږيرى ايښودل شول ناغه اخلى چې تيږه دسرحد په سيمه کښې دډزبندۍ په معنى ده چې دغزل بابا حمزه شينوارى په خپل يوشعر کښې وائى



اخــر بــــــه تيږه کړى زمااودرقيب ماته
ته کله کله ورسره چې جنګوى سترګېدپښتنخوانه بهرپښتنه


هغه پښتانه چي په پاکستان او هند کښي له پښتونخواه نه وتلي اوسيږي په دي ډول دي


لومړي وار پښتانه د محمود غزنوي او شهاب الدين غوري سره په لښکرو کښي بر صغير ته ورغلي وو او هلته ميشته شوي دي، بيا وروسته د نورو حکومتونو په وخت کښي هم پنجاب او مغربي هند ته نور پښتانه ورغلي دي، خو د لودي و سوري حکومتونو په دور کښي ډير پښتانه هند ته ورغلي دي. په تيره د بهلول لودي او شير شاه سوري په وخت کښي ډير پښتانه هند ته تلي دي. په دي پښتنو کښي ډېر غلجي پښتانه وو او د هند په څو صوبو کښي ميشته شوي وو. سوري و لودي، او غلجي، ټول يو خيل متوزي دي، ټولو ور غلو پښتنو ته به په هند کښي روهيله ويل کيدل، او دوي به فوځي نوکري خوښولي او د دوي زړور او زحمتکش پيژندل شوي وو.څه وخت چي په 1526ع کال کښي بابر په هند حمله کوله د ده په لښکر کښي پښتانه وو چي ډير پکښي يوسفزي وو. د مغلو پ وخت کښي ډير پښتانه د پنجاب نه نيولي تر يوپي پوري رسيدلي او اباد شوي وو. د مغلي حکومت په زمانه کښي پښتنو په هند کښي غټي عهدي هم لرلي او ځيني نوابان هم پکښي وو، خو د مغلو د حکومت په وروستي کښي چي څه وخت افراتفري راغله او مرکزي حکومت کمزوري شوي ؤ، نو پښتنو نوابانو هم پخپله علاقه کښي د خپل اقتدار نغاري وهلي.د اتلسي پيړي په اوايلو کښي پښتانه د هماليه د لمنو نه نيولي تر اوده پوري خواره واره اباد شوي وو. په 1774ع کال کښي چي څه وخت انګريزان په هند کښي له پښتنو سره مخامخ شول، نو پښتنو ېي سخته مقابله وکړه خو په شاه جهانپور کښي ېي ماتي وخوړه خو وروسته انګريزانو د دوي پو مشر فيض الله خان د رامپور پنځه زره پښتنو کورونو د اوسيداني اجازه وه او نور اتلس زره کورني د وابه، راجپوتاني او دکن ته په تللو مجبوره کړي شوي. لږ څه وخت وروسته امير خان د ټونګ نواب مقرر شو، هغه هم په دغه پښتنو کښي ؤ.د پښتنو هند ته د تللو مهم عوامل د دوي کورني دښمني، خواري او د حکومتونو بي نظمي وي. هند ته راغلو پښتنو هلته څو رياستونه هم جوړ کړي وو، چې دوي په هغه رياستونه اداره کول، لکه: ملير کوټله، ممدوت، پالن پور، جوناګړ، سوانر، بلاس نر، محمدګړه، پاټوډي، رامپور، ټونک، بهوپال، بلاس پور، ګدي، دوجانه، پاوني، کړدي، مناداور، پتهاري، بنټوا، کورداني و نور.


د 1940ع کال د احمائي له مخي په برصغير کښي په مختلفو ځايونو کښي لکه: پنجاب، راجپوتانه، کشمير، بمبئ، بړوده، مدراس، ميسور، يوپي، سې پي، بهار، بنګال، تهائي لينډ، چين و انګلستان کښي تقريبا پنځه لس لکه (1500000) پښتانه اباد وو، لاندي د 1927ع کال نه مخکښي د يادوني وړ دي ځايونو کښي پښتانه ودان وو: په پنجاب کښي هغه دري نيم لکه پښتانه وو چي د مختلفو قومونو نه وو، چي ښکاره پکښي يوسفزئي، لودي، ترين او کاکړ وو او مهمي وداني ېي په ملتان، لاهور، ميانوالي، سيالکوټ، لوديانه، جالندهر، ګورداس پور، هوشيار پور، او په اټک کښي وي، او په نورو ځايونو کښي هم څه پښتانه وو لکه: ضلع هزاره او نورو علاقو کښي د پنجاب په پښتنو کښي خويشکي پښتانه چي د ځمند د زيلي نه دي ښکاره حيثيت لري.


خويشکي لومړي د افغانستان په غور بند دره کښي اوسيدل او د بابر په لښکر کښي د هند ته راغلل، د پاني پت په جنګ کښي 1526ع کال چي بابر په ابراهيم لودي بري و مند، خويشکي د بابر په لښکر کښي د سردار سليم خان په کمان کښي وو، او قصوري پټان ويل. وروسته ېي بيا مغلو ته خراج هم نه ورکولو، او څو جګړي ېي هم ورسره وشوي، د سيکانو سره ېي هم په 1774ع کال کښي جنګ وشو، او خويشکي په مقابله کښي ښه مقاومت وکړو، خو چي په 1800ع کال کښي سيکانو لاهور ونيولو نو په 1801ع کال ېي په قصور هم حمله وکړو او کامياب شول او سوله وشوه. خو وروسته بد مرغه پښتانه په خپل مخ کښي د بي اتفاقي له امله فتح دين خان رنجيت سنګ د حملي د پاره ولمساوه او سيکانو په 1807ع کښي قصور لاندي کړو او خويشکي لاړل د ستلج په نمر خاته علاقه کښي پريوتل او وروسته ورته بيا د ممدوټ جاګير ورکړي شو، او د 1947ع کال پوري د دغه علاقي خويشکي نوابان په اقتدار کښي وو په رهتک اوسيدونکي پښتانه يوسفزي وو او ګوريانه او ګوهانه چي د غلجو زيلي سره لري هم په رهتک کښي اوسيدل. او ځيني کاکړان هم د غلته وو او څو کلي ېي لرل. د پاټوډي حکمرانو کورني هم د پښتنو وه. د سرهند اوسيدونکي پښتانه د پړنګي قبيلي لودي پښتانه وو، چي سلطان بهلول لودي هم له دغي کورني نه ؤ. چي هند کښي ېي يو لوي سلطنت جوړ کړو. او ځيني نور پښتانه په لوديانه او پړاو په شمالي اښاله کښي هم شته دي. د ملير کوټلي د رياست باني هم د شيراني قبيلي يو پښتون بزرګ صدرالدين خان ؤ چي د دغه رياست بنسټ ېي ايښي ؤ. دي په 1442ع کال کښي په سرهند کښي په يو ځاې استوګن شو او د هغه ځاېي نوم ېي ملير کيښود. په 1451ع کال ورته سلطان بهلول لودي خپله لور تاج مرصع بيګم په نکاح ورکړه او غټ منصب او جاګير ېي هم ورکړو او د خپلي قبيلي سردار مقرر کړي شو.د اورنګزيب په زمانه کښي د ملير سره د کوټلي په ځمکه د بازيد خان په نمو يوه ابادي جوړه شوه چي وروسته د ملير کوټلي په رياست مشهور شو.


په جلندهر کښي اوسيدونکي پښتانه لوديان، سوريان، او اورمړي دي. او د کرنال اوسيدونکي پښتانه د قندهار نه راغلي خلک دي چې په 1729ع کال کښي هلته ورغلي دي. په پاني پت اوارهيانه کښي اوسيدونکي پښتانه اکثر شيراني دي. ده محمود غزنوي سره راغلي خلک دي او بيا چي شاه شجاع ماتي وکړه نو په 1844ع کال کښي نور ډير پښتانه هم دغه علاقي ته راغلل او په ارهيانه او پاني پت کښي ديره شول.د جهانګير په وخت کښي ځيني اپريدي د روښاني تحريک په تور فرار شوي، هغوي هم دغي علاقي ته راوستل شوي دي.په ملتان کښي اوسيدونکي پښتانه اکثر ابدالي ترين پښتانه دي، چي د اورنګزيب په وخت کښي د قندهار نه دغلته راغلي دي چي په دغه وخت ځمند پښتانه د غلته ښه په زور کښي وو په 1794ع کال درانيانو نواب محمد خان سدوزي په ديرو کښي ګورنر مقرر کړو، نو د هغه سره نوري پښتني کورني هم ملتان ته ورغلي، دا خلک علي زي، اسمعيل زي، خاکوراني، او خوجکزي وو. په پنجاب کښي ډير د کاکي زي، ماموند، ترکاڼي قبيلي خلک دي. چي په جلندهر، ګوجرانواله، بټاله، او سيالکوټ کښي اوسيږي، چي په باجوړ کښي د کاکي زي قبيلي نه پاتي مسعودخيل، ايسپ خيل، عمر خيل، سليمان خيل او بادين خيل دي.


په يو پي کښي پښتانهد 1931ع کال د سر شميرني (مردم شماري) مطابق په يو پي او د هغه متعلقه رياستونو کښي پنځه لکه او اتيا زره (580000) پښتانه يوازي په مراد اباد کښي وو، چي اکثر پکښي يوسفزي، اپريدي، بنګښ، غوريا خيل، کاکړ او لودي وو، او په رامپور کښي پنځه زره اورکزي هم وو چي کرلاڼي پښتانه وللاو په ميرټ ډويژن کښي څلويښت زره پښتانه وو چي زيات د سهارنپور په مشرق او د مظفرنګر کښي استوګن وو او د سردهنه غازي اباد او هاپوړ د دوي مهم مرکزونه وو. او د اکبر او شاه جهان په وخت کښي بيا ځيني شيراني پښتانه په عليګړ او بلند شهر کښي استوګن کړي شول.په يولسمه عيسوي پيړي کښي دا وده صوبي په څو ضلعو کښي پښتانه اوسيدل او په هر دوي کښي هم د غوريانو يو کلي شته چي وائي مونږ د علاؤالدين غوري په وخت کښي (1300ع) کال کښي دلته راغلي يو. په 1650ع کال کښي د اپريدو ډيري کورني په لکهنو کښي ميشته شوي دي او څه وخت روسته بيا قندهاري هم هلته تللي دي او اباد شوي دي او په اتلسمه پيړي کښي ډير پښتانه بهمړايچ او ګونډه ته تللي دي او کلي ېي پکښي اباد کړي دي او په زيرين، دوابه کښي فرخ اباد چي د بنګښو نوابانو پايتخت ؤ، ډيرو پښتنو قبيلو پکښي کورونه جوړ کړي او هلته استوګن وو، چي د بنګښو نه ورتير يوسفزي، غوريا خيل، او اپريدي قبيلي پکښي هم وي. بنګښ لومړي د اورنګزيب په وخت کښي په 1713ع کال پوري دوي ښه په زور کښي وو چي د هغوي مشرته د نواب خطاب هم ورکړي شوي وو. د 1857ع کال د ازادي په جنګ کښي يوي له انګريزانو سره سخت جنګ وکړو، خو مات شول او نواب تفضل حسين خان معزول شو او مکې معزمې ته لاړو. په 1931ع کال په فرخ اباد کښي پښتنو ابادي شل زره (20000) تنه وو او په همدغه کال 1931ع په اوده کښي يو لکه اتيا زره (180000) پښتانه وو. په دغه ورځو کښي په يوپي کښي تقريبا 27000 لودي پښتانه پراته وو، دوي په پنځلسمه عيسوي پيړي کښي دهلي او يو پي ته ورغلي وو او هلته ميشته شوي وو. وروسته ېي بيا ډير طاقت وموندو چي په نتيجه کښي ېي لوي حکومتونه تشکيل کړل. د لوديانو او سوريانو په وخت کښي نور پښتانه هم هند ته ورغلل او په سرهند، اګره، سيهسرام، بنارس، مرزه پور، غازي پور، بکسر، چنار او نورو ځايونو کښي ميشته شول. په يوپي کښي کاکړ ډير دي، په بلند شهر کښي په 96 ځايونو کښي 12 ځايونه دوي نيولي دي. او په خورجه کښي ېي اکثريت منلي شوي دي. په فتح پور کښي د پني قبيلې څلور طائفي دريا خان، يوسف خان، مظفر خان، او موسۍ خان اباد دي. پني په اصل کښي د غورغشت زوي وو.په بهار او په بنګال کښي په 1940ع کال کښي دغلته له دريو لکهو (300,000) نه ډير پښتانه اوسيدل. چي ده هغوئي اهم مرکزونه پټنه او بردوان او ډهاکه وو.او په کلکته کښي پنځلس زره (15000) پښتانه استوګن وو. په کلکته کښي اکثر پښتانه يوسفزئي، اتمان خيل او پني وو.په راجپوتانه کښيپه 1940ع کال کښي په راجپوتانو کښي يو نيم لکه پښتانه اوسيدل چي دغلته ېي رياست په ټونګ کښي هم وو. چي نواب امير خان ېي باني وو. دا خلک يوسفزئي، سلارزئي او الياس زئي وو. او د جهانګير باچا په امرڅه اپريدي هم دغلته راغلي وو.مينځني (وسط) هنددغلته پښتانه هر چيرته اباد وو. خو اکثريت ېي په ګواليار، بهوپال، او مالوه کښي وو. د بهوپال نواب حکمران فيروز خيل، دولت زئي او اورکزئي ولل. د دغه سلطنت باني دوست محمد خان ؤ، چي څه وخته اورنګزيب باچا سره هم نوکر وو. په 1930ع کال کښي په ګواليار کښي اته پنځوس زره (58000) او په بهوپال کښي څلور درئيش زره (34000) او په مالوه کښي لس زره (10000) پښتانه اوسيدل.


د حيدر آباد رياست په 1947ع کال نه مخکښي دغلته دوه لکه (200000) پښتانه اباد وو. دکن ته لومړي وار په 1295ع کال کښي پښتانه علاؤالدين خلجي سره ورغلي وو خو ميشته شوي نه وو، په 1311ع کال کښي څه وخت چي د يوګړهي راجه ووهلي شو او دغه علاقه مسلمانانو ونيوله نو پښتانه هلته ورغلل او اباد شول او چي په 1347ع کال کښي د حسن ګنګو په قيادت کښي په دکن کښي انقلاب راغي او د بهمني پښتنو سلطنت بنياد کيښود شو، نو د فوځ د پاره د پښتنو ضرورت وو، نور پښتانه هم ورغلل. دغه وخت کښي په دکن کښي عرب، ايرانيان، حبشي او مغل هم وو. خو پښتنو خپل انفراديت پکښي ساتلي وو او د خپلو پښتنو نه پرته ېي د بل چاسره رشتي او خپلولي نه کوله. او په دکني فوځ کښي د پښتنو خاصي دستي وي او د امن امان ساتل د دوي په غاړه وو، دا پښتانه قبائل مسعود، يوسفزئي، کاکړ او اپريديان وو او نور هم لږو ډير پښتانه پکښي ورغلي وو.


په بمبئي او بروډه کښي پښتانهګجرات او مهاراشتهر ته پښتانه په فوځ کښي او په سوداګري ورغلي وو، وروسته ېي بمبېئ، احمد اباد، او په بروډه کښي د دوي څو محلي وداني شوي. دغلته د دوي رياستونه جوناګړ، مناداد او جاوره وو. د جوناګړ حکمرانه کورني بابي خيل يوسفزئي ووپه 1931ع کال کښي په بمبيئ کښي يولکه شپږويشت زره (126000) پښتانه استوګن وو او په بروډه کښي شپاړس زره (16000) پښتانه استوګن وو.


په مدراس کښيپه مدراس کښي په 1931ع کال کښي پنځوس زره (50000) پښتانه وو چي د تجارت او د قرضه کاروبار به ېي کولو.په جيسور په رياست کښيپه جيسور کښي په 1931ع کال کښي يوولس زره (11000) پښتانه وو او د تجارت او کرکيلي کار ېي کولو او په اسام کښي اووه زره (7000) پښتانه اوسيدل چي اکثر په سمهلټ کښي استوګن وو.د کشمير په رياست کښيپه 1931ع کال کښي دغلته د نهه ويشت زره (29000) نه ډير پښتانه استوګن وو. په دي کښي هغه اپريدي هم وو چي جهانګير باچا هند ته فرار کړي وو.په ځينو روايتو کښي راغلي دي چي بجري، تراړ خيل، پلندري، پونچ، اجره، او نورو کښي سدن قوم په اصل کښي سدوزي دي چي د احمد شاه بابا په وخت کښي دغلته راغلي او اباد شوي دي.


په برما کښيپه برما کښي پښتانه د کابلي په نوم ياديږي او په 1931ع کال کښي دغلته د پښتنو ابادي څلور نيم زره (4500) تنه وود پورتني اندازي نه معلوميږي چي د پاکستان له جوړيدو نه مخکښي پښتانه له کشمير نه نيولي تر راس کماري پوري خواره شوي وو او د دنيا نورو ځايونو ته هم ورغلي وود جنوب شرقي اسيا ځينو ملکونو، اسټريليا او د امريکي کاليفورنيا ته هم پښتانه تللي دي، او هلته ودان شوي دي.په ايټاليه کښي او په نورو يورپي ملکونو هم پښتانه استوګن شته دي، چي څوک ورته پټهان، څوک ورته افغان او څوک ورته کابلي وائي.د پاکستان له جوړيدو نه وروسته ډير پښتانه د شرقي پنجاب او يو پي نه پاکستاني پنجاب او سندهانو وطن ته د مهاجرو په توګه راغلي دي او ودان شوي دي، نورو ملکونو ته هم د خواري، مزدوري د پاره د نورو پاکستانيانو په څير پښتانه هم ورغلي دي او هلته اباد شوي هم دي.خليجي ملکونو او منځيني خطيع (مشرق وسط) ته پښتانه د مزدوري د پاره تللي او دا چي هلته د اوسيداني امکان لږ دي نو اباد شوي نه دي
Share this article :

0 comments:

Speak up your mind

Tell us what you're thinking... !

Blogger Themes

ساعت

 
Support : Creating Website | Johny Template | Mas Template
Proudly powered by Blogger
Copyright © 2011. Haqyaar-Zahed - All Rights Reserved
Template Design by Creating Website Published by Mas Template