دمورشیدې دماشوم لپاره - Haqyaar-Zahed
Headlines News :
کورپاڼه » » دمورشیدې دماشوم لپاره

دمورشیدې دماشوم لپاره

لیکونکي حقیاراوزاهدافغان : Wednesday, 10 April 2013 | 23:33

دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(4)
دمورشیدې اوکه پوډری شیدې؟؟؟
په (۱۹۸۱) میلادی کال کی پردې دواړوشیدوباندی یوه نړیواله څیړنه وشوه چې په نتیجه کی هغه ماشومان چې دمورشیدې ئې رودلې وې په (۱۰۰۰) ماشومانوکی (۵) ماشومان ناروغان وه، په معمولي ډول سره اوهغه ماشومان چې په پوډری شیدولوی شوی وه، په (۱۰۰۰) ماشومانوکی (۷۷) ماشومان ناروغه وه اوپه روغتونوکی ئې داخل کړل، چې داماشومان دنس ناستې، نفس تنګۍ اوداسی نورناروغیوسره لاس اوګریوان وه.
دمورشیدې دماشوم بدن روغ ساتی
په نړیواله توګه سره یوژورنال خپریږی چې طبي ژورنال (Medical Journal) ورته وایی، په دې ژورنال کی پردې باندی ټنګارشویدی چې بایدوماشوم ته اقلاتر(۶) میاشتوپوری دمورشیدې ورکول شی، ترڅوماشوم له الرجی (حساسیت) څخه وژغورل شی، یوه اسټرلیایی ډاکترپه دې ژورنال کی لیکلی دی چې دمرشیدې ماشوم لپاره ترټولوغوره درملنه ده.
دمورشیدې اوکلستروم دماشوم لپاره سپردی
۱: دماشوم دپیدایښت څخه وروسته دمورشیدې چې ژړرنګ لری، دشحمیاتوڅخه علاوه لحمیات هم پکښې شتون لری چې ودې ته کلستروم وایی چې موږپه لوی کندهارکی ورته کنډوایو، داکنډدماشوم ټولې حجرې (ژونکې) تعمیروی اوله مختلفوناروغیوڅخه ئې ژغوری، که په لنډډول سره ووایونوویلای شوچې کنډدماشوم په ټوله ژوندکی حیاتی رول لری.
۲: دکنډویوځانګړتیاداده چې ماشوم ئې ژرهضم کولای شی اوماشوم له مختلفو ناروغیو څخه ژغورلای شی، کنډدماشوم لپاره دناروغیوپه مقابل کی دسپرپه شان ارزښت لری.
۳: دکنډوخاصیت په څلورمه ورځ بدلیږی، چی غوړموادئې ډیروی اونورموادئې لږکیږی، بیاداحالت تر(۱۵) ورځوپوری دوام کوی، اوبیاد(۱۵) ورځوڅخه وروسته بیانوربدلون پکښې راځی، چې کله یوموادډیراوکله بل موادډیرشی، الله جل جلاله دمورپه تیوکی دشیدوجوړښت دماشوم داړتیاسره سم بدلوی.
۴: دمورپه شیدوکی د(۴) اونیووروسته بیابدلون راځی، دابدلون بیاصورت نیسی اوهمدالړۍ همداسی جاری ده. دبیلګې په ډول سره لاندی جدول ته یونظراچوو:
دشیدومرحلې لحمیات شحمیات
کلستروم 5.6- 2.25 4.00- 2.8
دکستروم وروسته 5.6- 1.5 4.3- 2.9
عامی شیدې 1.00- 1.5 3.00- 2.5
۵: دمورپه شیدوکی امینواسیدونه شته چې دادموردشیدوپه لحمیاتوکی شته، چی دادماشوم دبدن دحجروپروتینونه تشکیلوی، چی دماشوم په نش اونماء کی مهم رول لری.
۶:دمورپه شیدوکی چې کوم غوړشتون لری هغه دماشوم په نس کی ترهرشی ژرهضمیږی چې همدالړۍ دماشوم په ښه وده کی ښکلی رول لری.
۷: دمورپه شیدوکی (لائی پیز) هم شتون لری چې دادغوړوغذایی موادوتحلیل کوی، اوددې څخه علاوه دموريه شیدوکی (ایمی لیز) هم شتون لری چې غذایی موادپه بوره (شکره) اړوی یعنی مطلب داچې دمورشیدې دغوااوګامیښې دشیدوپه نسبت (ایمی لیزاولائی پیز) ۱۰۰ ځلی اضافه لری.
۸: دمورپه شیدوکی وبورې ته ورته یوه کیمیاوي ماده شتون لری چې ددې مادې دنده داده چې هرهغه جراثیم چې دهضمیې پرنظام حمله کوی هغه له منځه وړی، وبل لورته اوس ساینس پوهانوداثابته کړیده چې دغواپه شیدوکی داسی موادشته چې دجراثیموسره مرسته کوی، وجراثیموته وده کوی، وجراثیموته محیط برابر
Share this article :

0 comments:

Speak up your mind

Tell us what you're thinking... !

Blogger Themes

ساعت

 
Support : Creating Website | Johny Template | Mas Template
Proudly powered by Blogger
Copyright © 2011. Haqyaar-Zahed - All Rights Reserved
Template Design by Creating Website Published by Mas Template